د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د ۳ همکارانو فاتحه واخیستل شوه

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې نن پنجشنبه د کابل په وروستۍ حمله کې د ازادي رادیو د درېیو وژل شویو همکارانو فاتحه واخیستل شوه.

په دې مراسمو کې د ازادې اروپا/ ازادي رادیو عمومي رئیس ټام کېنټ په ګډون د مدیره هئیت غړو، د بېلاو بېلو څانګو مشرانو او همکارانو ګډون وکړ.

د ازادې اروپا/ ازادي را‌ډیو عمومي رئیس ټام کېنټ وویل، خبریالان په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د ازادي رادیو د درېیو همکارانو په ګډون د دوشنبې په ورځ د ۹ افغان خبریالان مړینه یوه پېښه نه، بلکې عمدي قتل دی.

د ازادي راډیو د افغان څانګې مشر هاشم مهمند وویل، د ازادي راډیو او نورو رسنیو خبریالان په خطرناکو او خونړیو شرایطو کې د بیان د ازادۍ او ډموکراسۍ لپاره کار کوي او زموږ درېیو شهید شویو همکارانو د دې ارزښتونو د ساتلو په خاطر خپل ځانونه قرباني کړل.

د کابل د دوشنبې ورځې په چاودنو کې د ازادي رادیو د درېیو همکارانو سباوون کاکړ، محرم درانۍ او عبادالله حنانزي په ګډون ۹ خبریالان ووژل شول.