سروې: د زده‎کړې کیفیت او شفافیت له ننګونو سره مخ دي

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ سروې په ګوته کوي چې د مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو کمښت، د درسي موادو نه شتون او د ښوونکو د ګمارنې په پروسه کې ستونزې هغه ننګونې دي چې د زده‎کړې کیفیت يې تر خپل اغېز لاندې یې راوستی دی.

دغه بنسټ په‎دې اړه سپارښتنې هم لري.

د دې بنسټ اجرائیوي رئیس سید‎اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ د معارف د کیفیت او امانت‎دارۍ په نوم کنفرانس ته وویل، باید فزیکي زیربناوې پیاوړې، د ښوونځیو د ساتنې لپاره معیارونه، درسي کتابونو مدیریت او د غیر مسلکي ښوونکو ځای ډک شي.

سید‎اکرام افضلي

دی وايي:

"روان وضعیت په رښتیا هم د ډېرې خواشینۍ وړ دی، ځکه چې په میلیاردونو ډالر لګول شوي، خو لا هم هغه ظرفیت او امکانات چې باید د باکیفیته معارف لپاره ولرو، تر اوسه نشته."

د دغه سروې پر اساس د زده‎کوونکو شمېر ۹ میلیونو ته رسېږي، خو لا هم ۳ عشاریه پنځه میلیونه ماشومان له ښوونځي پاتې کېږي.

دغه سروې د لسو ولایتونو په ۲۷۶ ښوونځیو کې ترسره شوې ده.

افغانستان دا مهال ۱۷۴۸۲ ښوونځي لري، خو په سروې کې راغلي چې نيمایې تعمیر نه‎لري او په سلو کې ۳۵ ښوونکي يې لا هم مسلکي نه‎دي.

په ورته وخت کې په افغانستان د سویډن سفارت شارزدافیر میت سننرګرن وویل، په زده‎کړې باندې پانګونه ډېر اهمیت لري او په وینا یې چې د مسلکي استادانو او معارف کیفیت د دغه هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت د سواد زده‎کړو معین سردار محمد رحیمي چې په دغه ناسته کې یي حضور درلود، د پوهنې په برخه کې ستونزې مني، خو په وینا یې چې د وضعیت ښه کېدو لپاره تېرکال د اصلاحاتو د طبیق پلان پیل شوی دی.

دی وايي:

"هغه موندنې چې د ښوونځيو د ساتنې او د درسي کتابونو د نه رسېدو په برخه کې په رښتیا هم تر اوسه لویې ننګونې شته او موږ دا ستونزې منو، خو هغه اصلاحي پلان چې په ۱۳۹۶ کې پیل شوی دا ستونزې به هواري کړي."

له‎دې ټولو سره د چارو کار پوه صدیق پتمن وايي، په معارف کې ددې فساد سبب شوی ترڅو ستونزه رامنځ ته‎شي.

دی ټینګار کوي چې معارف باید تر جدي څارنې لاندې ونیول شي، څو له پرمختګ او ټکنالوژۍ سره عیار شي.

راپور: ناجیه ساپۍ