ویسا: افغان حکومت په افغانستان کې روانې ناامنۍ ته کوم ځواب لري؟

د کابل د نن ورځې ډېری ورځپاڼو په روانو ناامنو حالاتو او په تېرې خونړۍ دوشنبې تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي دي چې د کابل وروستۍ خونړۍ حملې د بیان د ازادۍ د محدودولو په هدف ترسره شوې دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، ښکاري داسې چې له دې وروسته به رسنۍ هڅه ونه کړي چې د حملو لومړني تصویرونه را واخلي او پېښو ته رسېدنه وکړي.

په مطلب کې همداشان لیکل شوي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، هر افغان معلوماتو ته د لاس رسي حق لري او د جینوا د څلور اړخیز تړون له مخې، هیڅوک حق نه لري چې په خبریالانو حمله وکړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې له قوله لیکلي، له حکومته غواړي چې د خبریالانو او رسنیو د مصؤنیت مقرره ژرترژه چمتو کړي.

په مطلب کې راغلي چې یوازې په غندنونو او د مخالفینو له لورې د پېښې د مسؤلیت په منلو قناعت نه کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د دوشنبې د ورځې پېښې ته په اشارې لیکلي چې په افغانستان کې د ټولو خونړیو پېښو ترشاه د پاکستان پنجابي پوځيان لاس لري.

په مطلب کې وړاندې راغلي، دغه پلانونه د پاکستان استخباراتي اداره یا «ای. اېس. ای» جوړوي او د پاکستاني ملایانو په وسیله ورته، د عمل جامه ور اغوندي.

د مطلب د لیکوال په باور، پاکستاني ملایان د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي او د جنت په وعدو يې انتحار او د افغانانو وژلو ته تیاروي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا افغان حکومت پوښتلی چې په افغانستان روانې ناامنۍ ته کوم ځواب لري؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې نه یوازې په چاودونو او انتحاري حملو کې ولسي افغانان وژل کېږي، بلکې له څو کالو راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې هدفي او مرموزې وژنې هم پیل شوې دي.

ورځپاڼې لیکلي چې د سردار داود خان له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې هر ډول قتلونه او وژنې ترسره شوې.

د سرمقالې په وروستیو کې راغلي چې له دغه ډول حملو وروسته حکومتي ویاندویان مېزونو ته راځي او داسې توجیهات وړاندې کوي چې اصلاً منطق يې نه مني.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې مسئله تبصره کړې او لیکلي یې دي چې په خبریالانو حمله جنګي جنایت دی او عاملین يې باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې د امنیتي حالت په اړه د وزیرانو د شورا له قوله لیکلي دي چې امنیتي مسؤلین باید د خلکو د امنیت ساتلو او د ترورېستي حملو مخنیوي ته زیاته پاملرنه وکړي.

په مطلب کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له قوله لیکل شوي چې ترورېستان د ټولو افغانانو دښمنانان دي او د پوځيانو، ولسي وګړو، قوم، مذهب او سیمې تفکیک نه کوي او هېڅ معیار، اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو ته ژمن نه دي.