افغان ولسمشر په کابل کې پر خبریالانو برید د بیان پر ازادۍ برید وباله

افغان ولسمشر په کابل کې پرخبریالانو پرونی برید د بیان پرازادۍ برید او د بشریت ضد جنایت وباله او ویې ویل چې عاملان به یې د قانون او عدالت منګولو ته وسپارل شي.

اشرف غنې نن سې شنبه د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په تېره بیا د کابل د تېرې ورځې د برید په اړه چې د ازادي راډیو د درې خبریالانو په ګډون نهه خبریالان پکې ووژل شول، مسئلې ته ځانګړې شوې وه، د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلینو د کابل د حملې د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

د ارګ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ولسمشر د بیان ازادي او د ازادو رسنیو فعالیت د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت لرونکی وباله او مسؤلو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د دغې پېښې د څرنګوالي او امنیتي خلاوو په اړه څېړنه وکړي او جزیات یې له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

په عین حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی له حکومته وغوښتل چې په کابل کې پرخبریالانو د تېرې ورځې د برید په غندنو دې بسنه نه کوي، بلکې دا پېښه دې په هر اړخیز ډول وڅېړي او عاملان دې د قانون منګولو ته وسپاري.