د ملکي کسانو د مرګ ژبلې په اړه د بشر حقونو د کمېسیون اندېښتې او غوښتنې

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یو راپور څرګندوي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په افغانستان کې له ۹ زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه کمېسیون دغه راپور څرګندوي چې د ملکي تلفاتو ۶۵ اعشاریه ۲ سلنه ملکي تلفاتو عاملین وسله وال مخالفين، ۷ اعشاریه ۸ سلنه د حکومت ملاتړو ځواکونو، صفر اعشاریه ۴ سلنه د پاکستاني ځواکونو د حملو او۲۶ اعشاریه ۶ سلنه یې نامعلوم دي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې له ملکي تلفاتو اندېښنه وښوده او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل، څو د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

بلال احمد صدیقي

نوموړي وویل:

"په خواشینۍ سره چې په دغه راپور کې په تېر یو کال کې ۹۴۱۳ کسان قرباني شوي دي، له دې ډلې ۳۲۳۹ تنه وژل شوي او ۶۱۷۴ نور ټپیان شوي، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ملکي وګړو د تلفاتو له ډېرېدو اندېښمن دی، مونږ د دې غوښتنه کوو چې د جګړې ښکېلې غاړې باید نړیوال بشر دوستانه قوانین مراعت کړي او ملکي وګړي او عام المنفعه کارونه هدف ونه وګرځوي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۶ لمریز کال راپور څرګندوي چې په دغه کال کې له ۹ زرو ډېر قرباني شوي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ۱۷۷۷ نورو هویت مشخص نه دی.

د دغه کمېسیون په وینا، یوازې هغه کسان چې د جګړې په جریان کې وژل شوي، د ۱۳۹۵ کال په پرتله، ۱۵سلنه ډېروالی ښیي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ویاند په وینا، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ۳۳ اعشاریه ۹ سلنه وګړي په جنوب لوېدیځ، ۱۹ اعشاریه ۸ سلنه په مرکزي زون، ۱۶ اعشاریه ۶ سلنه په ختیځ زون، ۱۱ اعشاریه ۸ سلنه په لوېدیځ، ۶ اعشاریه ۷ سلنه په جنوبي زون او ۴ اعشاریه یو سلنه په شمال ختیځ زون کې قرباني شوي دي.

دغه راپور داسې مهال خپور شوی چې په دې وروستیو کې په کابل کې د تذکرو په یوه مرکز او د کابل ښار په شش درک سيمه کې د داعش ډلې د وروستیو حملو، د خبریالانو په ګډون لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه ماموریت یا یوناما هم د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، څو د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب لپاره ډېرې هڅې وکړي.

یوناما دغه غوښتنه د ۲۰۱۸ د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ د مارچ میاشتې تر ۳۱ مې نېټې د ملکي تلفاتو په تړاو مطرح کړې ده.

د یوناما موندنې ښیي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ میاشتې تر ۳۱ مې پورې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او یو زرو څلور سوه ۹۵ ملکي وګړي ټپيان شوي.

په همدي حال کې د پوځي چارو یوشمېر افغان کارپوهان له هغې ډلې باري عارض د ملکي وګړو تلفات د اندېښنې وړ بولي او وايي، نړیواله ټولنه باید د ملکي افغانانو د وژنو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

باري عارض

نوموړی وایي:

"زما په اند نړیوالې ټولنې ته اړتیا ده، ترڅو هغه هېوادونه چې ترورېستانو څخه ملاتړ کوي او دغه هېوادونه مشخص هم دي چې هره ورځ د افغانانو وینې تویوي، باید په وړاندې یې جدي اقدامات وشي او له ترورېزم سره مبارزه له شعار نه عمل کې پلې کړي."

ښاغلي عارض زیاتوي چې ترورېستي حملې د ملکي وګړو د هدف ګرځولو لپاره ترسره شوي او پکې هېڅ ډول نړیوالو اصولو او معیارونو ته پام نه دی شوی او بشري حقونه په کې تر پښو لاندې شوي دي.

افغان کارپوهان وايي، هغه مهال به د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وشي چې جګړه جبهه یي بڼه خپله کړې او د جګړې ښکېلې غاړې یوازې د یو بل اهداف تر حملې لاندې راولي.

راپور: ناجیه ساپۍ