عبدالله عبدالله پر خبریالانو پرونی برید وغانده

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس په کابل کې پر خبریالانو پرونی برید په سختو ټکو وغانده او هغه یې د بشریت ضد یوعمل وباله.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا د غونډې ترپیلېدو مخکې وویل:

"لومړی د افغانستان ټولو خلکو ته د خپلو ۲۱ هېوادوالو چې لس یې خبریالان و د شهادت تسلیت وایم، دا د افغانستان د ټولو خلکو په تېره بیا د رسنیو او خبریالانو د کورنۍ په وړاندې یوجنایت و، په عین حال کې د دا ډول حملو تکرار ته په پام سره امینتي مسؤلینو ته پکار ده چې لا زیات دې برخې ته پاملرنه زیاته کړه."

ښاغلي عبدالله دغه راز وویل چې نن یوساعت وروسته به د ملي امنیت شورا په دې اړه غونډه وکړي او د رسنیو او د حکومت د ګډې کمېټې د تېرې ورځې د غونډې پرهغو سپارښتونو به چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یې کړي بحث او خبرې وکړي او ځینې پرېکړې به وشي.