د خبریالانو ځینو ټولنو وژل شویو خبریالانو ته د دعا مراسم ترسره کړل

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د خبریالانو ټولنو په غونډو کې د کابل د تېرې ورځې د خونړي برید د غندنې ترڅنګ، د وژل شویو خبریالانو روح ته د دوعا او فاتحې مراسم ترسره کړل چې دغه لړۍ دوام لري.

په شبرغان کې خبریالانو په کابل کې پر خبریالانو ځانوژونکی برید وغانده او د ثور لسمه یې د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې یوه ترټولو خونړۍ ورځ وبلله.

په کندوز، غور او کونړ کې هم د کابل د تېرې ورځ برید چې مسؤلیت یې داعش په غاړه اخیستی، په سختو ټکو وغانده.

په کونړکې په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر فضل واحد افکاري وویل، خبریالان بې پرې کسان دې چې خپل ولس له مهمو پېښو خبروي او باید په جګړه کې په نښه نشي.

د افغانستان د خبریالانو او د رسنیو مدافع ډلو د ثورلسمه په افغانستان کې د رسنیو لپاره یو ترټولو خونړۍ ورځ نومولې او ویلي ېې دي چې هرکال به په دې ورځ د رسنیو د وژل شویو کارکوونکو یاد تازه کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی نن سې شنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې له حکومته غوښتي چې د ثورلسمه دې د بیان د ازادۍ د قربانیانو په نوم رسماً په جنتري کې شامله کړي.

دې ټولنې د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره ځینې نورې غوښتنې هم وړاندې کړې دي.