د ژورنالېستانو د حقونو مدافع ټولنه: د ارغند د وژنې څېړنه دې وشي

د ژورنالېستانو د حقونو یوې مدافع ټولنې پر حکومت غږ کړی چې د کابل نیوز ټلوېزیون د خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې په اړه جدي څېړنې وکړي.

ارغند تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د نامعلومو وسله‎والو په ډزو ووژل شو.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویلي چې د ارغند د قتل په تور یې یو تن نیولی او تورن خپل جرم هم منلی دی، خو د خبریالانو د حقونو مدافع ټولنه- کابل پرېس کلپ وايي، ځینې چارواکي هڅه کوي چې د ارغند د قتل قضیه له خلکو هېره کړي.

د دې ټولنې مشر عزیز احمد تسل چې د ژورنالېستانو او حکومت د ګډې کمېټې له غړیتوبه یې د اعتراض په دود استعفا ورکړې، ازادي راډیو ته وویل چې د ارغند په قتل له مشکوک تورن کسه باید په پلازمېنه کې تحقیقات وشي.

ښاغلی تسل وايي:

"له حکومته غوښتنه دا ده چې څومره ژر چې کېږي هغه کړۍ چې د منان ارغند د قتل طرح یې جوړه کړې ونیسي او هغه قاتل چې نیول شوی هم کابل ته دې انتقال شي او د یوې بې طرفه ادارې له لوري دې له هغه تحقیقات وشي."

تسل د ولسمشر پر دوهم مرستیال او د ګډې کمېټې پر مشر سرور دانش هم انتقاد وکړ چې د ارغند د قتل د دوسیې د څېړلو لپاره د خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو غوښتنې یې نه‎دي منلي.