د کندز د اقتیپې سیمې د جګړې په اړه ضد او نقیض راپورونه

د کندز د قلعه ذال د اقتیپې پرسیمې د وسله والو طالبانو د پراخ برید او د نیول کېدو په اړه یې چارواکي ضد ونقیضې څرګندونې کوي.

له سیمې د آزادي راډیو خبریال وایي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو له څو لورو د اقتیپې پر بازار او دولتي تاسیساتو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې طالبانو سیمه ونیوله.

خو په عین حال کې د کندز امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو د لنډ وخت لپاره سیمه نیولې وه چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې چې اوس هم روان دي، هغه بېرته د دولت ترکنټرول لاندې راغله.

د کندز د ولایتي شورا غړي بیا د آزادي راډیو خبریال ته وویل چې سیمه اوس هم د طالبانو په لاس کې ده او اوس هم جګړه روانه ده.

د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ اصلي مرکز له څو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې دی او دولتي ادارې د قلعه ذال مربوط د اقتیپې سیمې ته لېږدول شوي دي.