په ننګرهار کې د راکټ مرمۍ چاودنې یوه مېرمن او۲ماشومان وژلي

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن د راکټ د یوې ناچاودېدلې مرمۍ د چولو په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د سره رود په ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو د راکټ له مرمۍ سره لوبې کولې چې هغه پرې وچاودله:

"نن سهار شااوخوا اووه بجې د سره رود ولسوالۍ په فتح آباد سیمه کې د راکټ د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یوه مېرمن او د هغې کوچینۍ لور او یوبل ماشوم په شهادت رسېدلي دي او د دوه نجونو په ګډون اته ماشومان ټپیان شوي دي."

د خوګیاڼي په وینا د راکټ دغه مرمۍ یوه ورځ مخکې د دولت ضد وسله والو را ویشتې وه او نه وه چاودېدلې.

په افغانستان کې د تېر او روانو جګړو په نتیجه کې ډېر ماینونه او ناچاودېدلې وسیلې پاتې دي چې هرکال یې ډېر ملکې وګړي قربانې کېږي.