چارواکي: د بلخ په چهاربولک کې له ۲۰ زیات کلي له وسله والو تصفیه شوي

په بلخ کې د امریکایي ځواکونو په هوايي حمله کې لسګونه طالبان وژل شوي.

د افغانستان په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په بلخ ولایت کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي حمله کې لسګونه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د شاهین قول اردو چارواکو په خبره چې دا حمله تېره ورځ د ولید پنځم عملیاتو په لړ کې په چهاربولک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوې غونډې شوې ده.

د ولید پنځم پوځي عملیاتو له تېرې اوونۍ راپدېخوا د بلخ ولایت په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې دوام لري چې تر دې دمه پکې څه کم ۷۰ ته وسله طالبان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ۳۴ تنه ترهګر د ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې او ۳۵ تنه نور پرون شنبه د افغان کومانډو او امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

ښاغلي رضايي د دې عملیاتو په اړه وویل:

"له تېرې اوونۍ تر دې دمه په چهاربولک ولسوالۍ کې د ولید پنځم عملیات دوام لري، امریکايي ځواکونو د طالبانو پر یوې غونډې هوايي بمونه ګوزار کړل، تر دې دمه له ۲۰ زیات کلي د وسله والو له وجوده تصفیه شوي او عملیات لا هم دوام لري."

د شاهین قول اردو ویاند وايي چې په وژل شویو وسله والو طالبانو کې بلخ او جوزجان ولایتونو ته د هغوی دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.

په همدې حال کې د بلخ د ولایتي شورا استازي ادعا کوي چې ټاکنو ته د رأیې ورکونې د نوم ثبتونې د پروسې له پيل سره سم، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې خپل تحرکات پیل کړل، ترڅو دا بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د بلخ د ولایتي شورا استازی هاشم عظیمي وايي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې شته نا امنۍ سلګونه کورنۍ اړ ایستي، ترڅو خپل استوګن ځایونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د ښاغلي عظیمي په خبره، که نا امنې سیمې ډېر ژر د دولت ضد وسله والو له وجوده تصفیه نشي، بېځایه شوې کورنۍ به د رأیې ورکونې لپاره د نوم ثبتونې له پروسې محروم شي.

هاشم عظیمي په دې اړه وویل:

"په یقین سره په هغه سیمو کې چې عملیات پکې دوام لري، په موقع امن نشي، خلک نشي کولای چې په دې پروسه کې برخه واخلي او د رأیې ورکونې د کارتونو له ترلاسه کولو بې برخې کېږي."

د چارواکو له خوا د لسګونو وسله والو خبره په داسې حال کې کېږي چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې په چهاربولک ولسوالۍ کې یې پر دولتي ځواکونو د حملو په ترځ کې، څه باندې ۱۰ افغان سرتېري او د چهاربولک ولسوالۍ دوه مهم امنیتي چارواکي یې وژلي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی