ترکيي د میزایلو ضد سیستم د پیرولو په اړه د امریکا خبرداری رد کړ

ترکيي له روسيې د «اېس ۴۰۰» میزایلو ضد سیستم د پیرولو په اړه انقرې ته د امریکا خبرداری رد کړ.

ترکیه وايي، د دې سیستم د پیرولو معامله تر ډېره حده بشپړه شوې او له دې به په شا نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جمعه په بروکسل کې د ناټو د خارجه چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې وویل، واشنګټن له روسيې د اېس ۴ سوه میزایلو ضد سیستم د اخستلو په اړه، د انقرې په پریکړه سخت اندېښمن دی.

پومپیو وویل، دا سیستم د ناټو تړون له دفاعي سیستم سره سمون لري.

په همدې حال کې د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې روسيې د اېس ۴۰۰ ډوله میزایلو ضد سیستم د سپارلو چارې ګړندۍ کړي دي.

ترکيې په تېر ډسمبر کې د دوه نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت، د اېس ۴۰۰ روسي ساخت میزایلو ضد سیستم د پیرولو معامله لاسلیک کړه.