له طالبانو د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنه!

د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت د سولې له بهیر سره یوځای شي.

دغو وزیرانو د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پای کې د جمعې په ورځ اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیې کې ناټو پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې له بهیر سره یوځای شي او له دې فرصته استفاده وکړي.

په اعلامیه کې راغلې دي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو مسؤلیت اوس د طالبانو په لاس کې دی.

د افغانستان حکومت تل پر دې ټینګار کړی دی چې اسلام اباد دې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپرې کړې اعلامیه کې له طالبانو سره د سولې په بهیر کې د پاکستان نقش مهم وباله.

په ورته وخت کې ناټو له پاکستانه غوښتې دي چې د ترهګرو د مالي سرچینو مخه دې ونیسي او په خپله خاوره کې دې د ترورستانو پټنځایونه له منځه یوسي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې پاکستان د غوڅ ملاتړ د ماموریت د اکمالاتو لپاره مهمه لار ده، خو د هغو وسله والو مخه دې ډب کړي چې پر پولې اوړي.

په اعلامیه کې ایران او روسیه هم هڅول شوي دي چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې په بهیر کې برخه واخلي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې د فبروري په ۲۸ په تاشکند کې د سیمې د هېوادونو غونډه د دې لپاره ستایل شوې ده چې د افغانستان د حکومت د سولې د وړاندیز حمایت یې کړی دی.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د فبروري په ۲۸د کابل پروسې د دوهمې غونډې په ترڅ کې طالبانو ته د افغان ولسمشر اشرف غني له قید او شرط پرته د سولې د وړاندیز حمایت وکړ او ویې ویل چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې پروسه پکار ده چې مخته ولاړه شي.

اعلامیه بیا څرګندوي، لکه څرنګه چې د افغانستان حکومت د ثبات او امنیت لپاره ګامونه اخیستي او د سولې هڅې یې پيل کړي، ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د شته شرایطو له مخې د افغانستان د امنیتي او دفاع ځواکونو پراختیا ته ژمنه ده.

د ناټو په اعلامیه کې د ولسمشر غني د دې خبرې هرکلی شوی دی چې د سیمې مهم هېوادونه د ترهګرو پرضد له نېږدې همکاري وکړي او د افغانستان د حکومت ملاتړ د سولې او پخلاینې په برخو کې وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د روان کال د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات او د راتلونکي کال د جمهوروي ریاست انتخابات د سولې او ثبات لپاره مهم وبلل.

د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره امنیتي ګواښونو ته اندېښنې شته، خو د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې د افغانستان د امنیتي خواکونو ظرفیتونه لوړ کړي ترڅو افغان ځواکونه د افغانستان دننه د شته امنیتي ستونزو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې بهرني ترهګر د دوی له خاورې استفاده وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه خوله وویل چې پرته له څه شکه چې د ناټو دریځ روښانه دی او ناټو د افغانستان د حکومت له غوښتنې سره سم د افغانستان د امنیت په برخه کې بشپړ ملاتړ ته چمتو ده.