له طالبانو د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنه!

د ناټو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغوی پرون جمعه د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړه او ویې ویل چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو مسؤلیت اوس د طالبانو په لاس کې دی.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ پرون خبریالانو ته د اعلامیې مهمې برخې ولوستلې چې پر پاکستان، روسیه او ایران غږ په کې شوې چې د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

"د پاکستان رول به مهم وي، موږ پر پاکستان غږ کوو چې د تروریستانو د ټولو پناه ځایونو، د هغوی د مالي سرچینو او د سرحد له پوري غاړې د حملو د بندولو لپاره نور زیار وباسي، موږ همدا راز له روسیې او ایرانه غواړو چې له سیمه ییز ثبات سره همکاري وکړي."

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې د فبروري په ۲۸ په تاشکند کې د سیمې د هېوادو غونډه د دې لپاره ستایل شوې ده چې د افغانستان د حکومت د سولې د وړاندیز حمایت یې کړی دی.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو، را روان انتخابات مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي.