کندهار چارواکي: د خبریال ارغند د وژنې په تور یو تن نیول شوی

د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي، د خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې په تور یې یو تن نیولی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مرستیال مطیع‎الله هلال پرون پنجشنبې شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار امنیه قوماندانۍ منسوبینو دا کس پرون نیولی دی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

دی وايي

"یوه وسله‎وال کس چې د شهید ارغند په وژلو کې یې لاس درلود د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ اوسیدونکی او د کندهار په لویه ویاله سیمه کې یې کور و د پولیسو له‎خوا نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی."

د کندهار امنیه قومانداني رسنیو ته د نیول شوي کس د اعترافاتو ویډیو استولې چې وايي، د طالبانو په امر یې ارغند وواژه.

د کابل نیوزخبریال عبدالمنان ارغند چې د کندهار په نهمه حوزه کې اوسېده وړمه ورځ په ډزو ویشتل شوی و.

که څه هم د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي، خو له کومې ورځې چې ارغند وژل شوی، د کندهار د خبریالانو ټولنې او پریس کلب پرېکون کړی او ویلي یې دي چې د دولت او وسله‎والو مخالفینو خبرونه نه خپروي.