د روسیې پوځ وایي سوریې ته به د هوایي مدافعې نوي توغندي ورکړي

د روسیې د پوځ درستیزوال سرګي رودسکوی

د روسیې پوځ وایي، سوریې ته به د وروستي مشکوک کیمیاوي برید له امله پر دې هېواد د امریکا، فرانسې او بریتانیا د راکټي بریدونو په رڼا کې ډېر ژر د هوایي مدافعې نوي توغندي ورکړي.

دغه څرګندونې د روسیې د پوځ درستیزوال سرګي رودسکوی د چهارشنبې په ورځ وکړې، خو هغه په مشخص ډول د دغو وسلو نوعیت څرګند نه‎کړ.

روسي رسنیو ویلي چې مسکو پر سوریې د پرمختللو «اېس درې سوه» ډوله له ځمکې هوا ته د توغندیو پر پلورلو غور کوي.

د اپرېل له ۱۴مې د لوېدیځ له‎خوا تر برید راهیسې لوړپوړو روسي چارواکو ویلي چې سوریې ته د «اېس درې سوه» ډوله توغندیو د ورکولو پر مسئلې چې یوه لسیزه مخکې یې دې هېواد ته د نه‌ورکولو ژمنه کړې وه، له سره غور کوي.

د روسیې دغه اقدام به د سوریې ګاونډ اسرائیل ته هم د خطر په توګه وانګېرل شي.

د ایران تر څنګ روسیه هم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم یوه کلکه متحده ده.