مکرون: له ټرمپ تمه نه‎کوم چې د ایران اټمي تړون ته وفادار پاتې شي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وایي، دی د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه تمه نه‎کوي چې د ایران اټمي تړون ته وفادار پاتې شي، ځکه هغه د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړې چې له دغه تړونه به ووځي.

مکرون دغه څرګندونې له متحده ایالاتو څخه د درې ورځني رسمي کتنې په پای کې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې وکړې.

مکرون وویل، ټرمپ به د کورنیو دلایلو له‎مخې له خپل لوري له دغه تړونه ووځي، ځکه هغه د ولسمشرۍ د کمپاین په ترڅ کې له دغه تړونه د وتلو ژمنه کړې وه.

مکرون په دغه سفر کې څو ساعته له ټرمپ سره تېر کړل او څو میاشتې یې هم په کراتو ویلي و چې هڅه کوي ټرمپ په‎دې قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون درناوی وکړي.

د دغه تړون له مخې پر ایران د لوېدیځ بندیزونه لیرې شوي او تهران هم خپل اټمي فعالیتونه درولي دي.

دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ وویل چې د یوه نوي پراخ تړون د کېدو لپاره هڅه کوي چې د ایران پر اټمي مسئلې سربېره د دې هېواد د بالیستیک توغندیو او د سوریې او یمن په کورنیو جګړو کې د ایران د مداخلې په اړه هغو اندېښنو ته چې ټرمپ راپورته کړي، ځواب وویل شي.