باجوړی: ننګیال او فاني د افغانستان د معاصر شعر سرلاري شاعران دي

د ازادي راډيويي مجلې دا ګڼه د ارواښاد اسحاق ننګیال او ارواښاد فاني ته ځانګړې شوې ده.

په نننۍ ګڼه کې:

  • د فرهنګي خبرونو تر څنګ د ازادي راډیو له لوري د جوړې شوې ګډې فرهنګي غونډې راپور برابر شوی.
  • په هنر جاج کې پوهنوال بریالی باجوړی د ارواښاد ننګیال او ارواښاد رازق فاني په ژوند او کارونو غږېږي.
  • فنکار برخه کې لیکوال او ژورنالېست ګل رحمان رحماني د ارواښاد ننګیال او فاني فن راسپړلی.
  • په زرپاڼه کې به لنډه کیسه کړکۍ واورئ.
  • ادب جام کې به د ارواښاد ننګیال او فاني شعرونه د هنرمند حفیظ‎الله ګردش له خولې واورئ.
  • وریښمین خیال کې به د پوهنوال بریالي باجوړي له خولې د اسحاق ننګیال شعر واورئ.

دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډیويي مجله

جوړوونکی: محبوب‌شاه محبوب