د مالیې وزارت: "د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق" د نړۍ لپاره ښه نمونه ده

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره يوه ښه نمونه ده.

د افغانستان د ماليې وزارت «ARTF» یا د افغانستان د بیارغونې صندوق يو مهم او شفاف مېکانیزم بللی او وايي، دا صندوق په نړۍ کې ساری نه‎لري او د نړۍ ګڼو هېوادونو ته يوه ښه نمونه ده.

د افغانستان د ماليې وزارت مرستیال خالد پاينده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"څو چې موږ وينو، «ARFT» له ډېرو شفافو او مهمو مېکانیزمونو څخه دی. دومره لوی صندوق په ټوله نړۍ کې نه‌شته او د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره يوه نمونه ده."

دا په‎داسې حال کې ده چې په‎دې وروستيو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرپلټونکي ادارې يا سیګار په راپور کې راغلي، د شفافیت د نشتوالي له کبله، د نړيوال بانک محاسبه او کنټرول نه‎شي کولای څو د افغانستان د بیارغونې صندوق يا «ARTF» اغېز د افغانستان په اقتصادي وده کې مشخص کړي.

د سيګار د وروستي راپور له مخې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهيسې ۳۴ نړيوالو مرستندويه هېوادونو د نړيوال بانک په همکارۍ د افغانستان د بيارغونې له صندوق سره د ۱۰ میليارده ډالرو مرسته کړې ده.

امریکا دغه صندوق ته تر ټولو زیاته مرسته ورکړې چې درې میليارده ډالر کېږي.

اوس‎مهال په ملکي برخه کې د افغانستان د حکومت ۴۰ فیصده مصارف له‎دې صندوقه ورکول کېږي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې که څه هم نړيوال بانک پوهېږي، د افغانستان د دولت پر يو شمېر پوستونو کار کوونکي نه‌شته، خو بیا هم په اسنادو کې د هغوی معاشونه ورکړل شوي دي او بیا هم څرګنده نه‎ده چې د دولت څومره کار کوونکو ته معاش رسېدلی دی.

نړيوال بانک له‎دې سره چې د افغانستان لپاره‌یې د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي يا سيګار د راپور هرکلی کړی، ويلي دي چې د دې راپور ډېری موندنې روايتي دي او ځیني تدابیر په‎کې په نظر کې نه‎دي نیول شوي.

نړيوال بانک وايي، له‎دې پروژې سره‌یې ډېر مسلکي او علمي چلند کړی دی او د عملي کولو پر مهال‌يې د مشخصو تدابیرو پر بنسټ مناسب ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ماليې وزارت مرستيال خالد پاينده هم د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د دغه حساب ورکولو مېکانیزم ته په اشاره وايي:

"«ARTF» د حساب ورکولو خپل ډېر پياوړی مېکانیزم هم لري. د مصارفو داسې څارنه کېږي چې له هر ځايه نمونه اخیستل کېږي، حتی که یوه پيسه په هغه ځای کې نه‎وي لګول شوې، چېرته چې ويل شوي وي، دولت اړ دی چې هغه یوه پیسه صندوق ته بېرته ورکړي."

په یوه اعلاميه کې نړيوال بانک ویلي چې په افغانستان کې په هغو لاسته راوړنو وياړي چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق يا «ARTF» له‎خوا په تېرو ۱۵ کلونو کې شوي او د روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي او زده‎کړو، د زېربنايي پرمختیا او د حاصلاتو د پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.