د ټکنالوژۍ مخکښو شرکتونو ته د«G-7» هېوادونو خبرداری!

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو چارواکو د سې شنبې په ورځ د ټکنالوژۍ مخکښو شرکتونو او ټولنیزو رسنیو ته ویلي چې د تُندلارۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر رالف ګودیل وویل چې د دغو اوو هېوادونو د امنیت وزیرانو د کاناډا په تورنتو ښار کې د فېس‌بوک، ټویټر، ګوګل او مایکرو سافټ کورپ له استازو سره د لیدو پر مهال په دې اړه خپله اندېښنه وښوده.

دغه څلور شرکتونه د ترورېزم پر وړاندې د نړیوالې مبارزې د هغه چوکاټ یوه برخه ده چې تېر کال د امریکا او اروپایي حکومتونو تر فشار لاندې جوړ شو.

ګودیل خبریالانو ته وویل، د دواړو لورو ترمنځ په لیدنه کې پیغام واضح وو او هغه دا چې په دې برخه کې پرمختګونه شته، خو لا ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو امنیتي چارواکي وایي چې د نړۍ په سطحه ځیني انفرادي بریدونه داسې کسانو کړي چې د انټرنټ له لارې تُندلاري شوي دي.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر وویل چې دوی غواړي ترورېستي مواد ډېر ژر له انټرنټي پاڼو لیرې شي او دغه شرکتونه «جي-۷» یا د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو ته لا ډېر معلومات ورکړي.

د ګودیل په خبره «جي-۷» هېوادونه غواړي دغه شرکتونه د مشکوکو موادو د لیرې کېدو لپاره اتوماتیکې تګلارې لا ښې کړي.

د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې نړیوال فوروم د تېر کال په ډسمبر کې ویلي چې په هغه ډېتابېس یا د معلوماتو په ارشیف کې چې د افراطي موادو د پېژندګلوۍ لپاره جوړ شوی، څه باندې ۴۰ زره وېډیوګاني او انځورونه پراته دي.

اروپایې ټولنې تېره میاشت وویل چې انټرنټي شرکتونه درې میاشتې وخت لري چې وښیي افراطي مواد په بیړه لیرې کوي، که داسې ونه‌شي نو پر وړاندې به‌یې مقررات جوړ شي.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر دغه‌راز وویل که چېرې شرکتونه په لا چټکۍ عمل ونه‌کړي «جي-۷» هېوادونه د نورو اقداماتو حق هم لري.

دغه څلور شرکتونه وایي، په دې برخه کې کار کولو ته چمتو دي، خو وایي حکومتونه پر هغو ستونزو سترګې پټوي چې د دې تخنیکي کار پر وړاندې پرتې دي.