چارواکي: په غزني کې د افغان پوځ هوايي حملو ۱۴ طالبان وژلي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو پر مهال د یو شمېر طالب قوماندانو په کډون ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو دغه بریدونه د یادې ولسوالۍ اړوند په ګوسفندي سیمه ګې د وسله‌والو طالبانو پر پټن‌ځایونو ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو بریدونو پر مهال د وسله‌والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له‌منځه وړل شوې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ښاغلی نوري دغه‌شان زیاتوي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو ۵ ملکي کسان ټپیان کړي دي.

نوموړی وايي چې ناپېژانده وسله‌والو پر یادو کسانو هغه مهال برید کړی کله چې د دغې ولسوالۍ یو شمېر خلکو دغې ولسوالۍ ته د نوي امنیه قوماندان پر ورتګ غبرګون ښودلی و او اعتراضیه غونډه‌یې جوړه کړې وه.

نوموړی وايي چې د پېښې په تړاو د پولسو پلټنې روانې دي څو مجرم کسان د قانون منګولو ته وسپاري.