ناپېژانده وسله‌والو په کندهار کې د کابل نيوز خبريال وواژه

د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند

په کندهار کې یو افغان خبریال عبدالمنان ارغند نن سهار په ډزو وژل شوی دی.

د کندهار امنیه قومندانۍ یوه مسؤل چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي دا خبره تأیید کړې ده.

پېښه شااوخوا نهه بجې د کندهار له نهمې امنیتي حوزې سره شوې ده.

د کندهار د پرس کلب مشر جاوید احمد تنویر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عبدالمنان ارغند په وژنې ټول خواشیني دي.

هغه وویل ارغند کابل نیوز ټلوېزیون ته کار کاوه او له څه وخت راهیسې ورته ځینو نامعلومو کسانو ګواښونه هم کړي و.

  • پخواني معلومات

ناپېژانده وسله‌والو په کندهار کې د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند وواژه.

هغه څو شېبې مخکې د کندهار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د يارانه مارکېټ سره د وسله‌والو تر بريد لاندې راغلی و او وژل شوی دی.

يوې امنيتي سرچینې ازادي راديو ته وويل چې وسله‌وال له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

تر اوسه د دې حملې مسؤليت چا نه‌دی منلی.

نور جزئيات وروسته ...