د افغانستان د سولې عالي شورا د ترکمنستان او چین له وړاندیزه هرکلی وکړ

د افغانستان د سولې عالي شورا د ترکمنستان او چین له‎خوا د افغانستان د سولې په پروسه کې د منځګړیتوب او بې‎پرې همکارۍ د پېشنهاد هرکلی کړی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیز ‎الله دین محمد وايي، ترکمنستان او چین هغو خطرونو ته په پام سره چې خپلو پولو ته نږدې يې له ترورېزم احساسوي، کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ګټور رول ولوبوي.

ښاغلي دین محمد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د داسې هېوادونو منځګړیتوب مهم او ګټور دی چې خپله اجنډا ونه‎لري او چین او ترکمنستان هم هغه هېوادونه دي چې په‎دې برخه کې بې‌طرفه رول لوبولی شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیز ‎الله دین‎محمد

نوموړی وايي:

"زه باور لرم چې دا خلک کولای شي همکاري وکړي. دوی کولای شي چې د دواړو خواوو ترمنځ ناستې ته زمینه برابره کړي. د دې لپاره داسې هېواد په کار دی چې خپله اجنډا ونه‎لري او یوازې له افغانستان سره د همکارۍ یا په سیمه کې د امنیت او هم د خپلو ګټو لپاره کوربه‌توب وکړي."

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمداف د دوشنبې په ورځ له ازبکستانه د خپلې کتنې په ترڅ کې ویلي چې هېواد يې چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې‌طرفه منځګړیتوب وکړي.​

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمداف

نوموړي ویلي دي چې ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان سوله او ثبات د ځان او ټولې سیمې په ګټه بولي.

دغه‌راز د چین د دفاع وزیر وي فینګ پرون سې شنبې په پیکېنګ کې د شانګهای سازمان د دفاع د وزیرانو په غونډه کې وویل چې چین چمتو دی د یوه بې‌طرفه لوري په توګه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

وی فینګ

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل، دوی د نړۍ په هر ګوټ کې چې طالبان وغواړي، ورسره د سولې د خبرو پیلولو ته چمتو دي.

د ښاغلي طاهري په خبره د افغانستان د سولې په پروسه کې د کوربه‎توب لپاره د چین او ترکمنستان وړاندیزونه د هغې سیمه‎يیزې اجماع برخه ده چې افغان حکومت‌يې له ځانه سره لري.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري

چین او ترکمنستان په‎داسې وخت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د برابرولو او بې‌پرې منځګړیتوب پېشنهاد کړی دی چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې وروستي وړاندیز ته چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې وکړ، رسمي ځواب نه‎دی ویلی.