ظریف: د یوه هېواد له لوري د برلاسي‌توب وخت تېر شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، نه ایران او نه سعودي عربستان کولای شي چې د یوازېني ستر قدرت په توګه پر منځني ختیځ نفوذ ولري.

جواد ظریف د خلیج د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې په خپلو کې خبرې پیل کړي.

ظریف چې د دوشنبې د ورځې ناوخته په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته وینا کوله وویل چې په سیمه کې د یوازېني ستر قدرت لپاره چې یو بل له لوري لیرې کړو زموږ هڅو سیمه ورانه کړې او اوس د دې ډېره اړتیا ده چې دغه وضعیت بدل شي.

هغه زیاته کړه ایران دې کار ته چمتو دی ځکه موږ کافي ستر، کافي زاړه او کافي پاخه یو چې دغه حقیقت درک کړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د یوه هېواد له لوري د برلاسي‌توب وخت تېر شوی.

هغه د نوي سیمه‌ییز ډیالوګ د پیلېدو غوښتنه وکړه چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو تر څنګ ایران، عراق او یمن به هم په‌کې شامل وي.