مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تأیید شو

مایک پامپیو

د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوماند د «CIA» پخوانی رئیس مایک پامپیو تأیید کړ.

په‎دې اړه تېره شپه ناوخته په سنا کې رأیې واخیستل شوې چې تر ډېره د ګوندي تړاو پر بنسټ وې، داسې چې ټولو ۱۱ جمهوري غوښتونکو مثبتې او نهو ډموکراتانو منفي رأیې ورکړې.

د سنا د اکثریت مشر مېچ مکانل د پرېکړې هرکلی وکړ ویې‌ویل چې د اوونۍ په پای کې د سنا په عمومي غونډه کې به کافي رأیې وي، څو پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تصویب کړي.

پامپیو په تېرو ۱۵ میاشتو کې د «CIA» د مشر په توګه د ولسمشر ټرمپ د باوري سلاکارانو له ډلې و.

هغه په‎دې وروستیو کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د ټرمپ کتنې ته د تیارۍ پر چارو بوخت و او په‎دې ترڅ کې یې درې اوونۍ مخکې له اون سره وکتل.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رکس ټېلرسن تېره میاشت له دندې لیرې کړ او د دې کار علت‌یې د ایران د اټمي موافقې په ګډون د مهمو پالېسیو په اړه له هغه سره اختلاف وباله.