کرملېن: د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون بل بدیل نه‌شته

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف

د کرملېن ویاند ویلي چې د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون بل بدیل نه‌شته او دغه تړون باید د ټولو هغو اړخونو له‎خوا مراعات شي چې لاسلیک کړی یې دی.

دمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ ویلي:

"روسیه په کلکه د ایران د تړون د دوام غوښتنه کوي. موږ باور لرو چې د هغې بدیل نه‌شته او باید د ټولو اړخونو له‎خوا یې درناوی وشي."

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني سره دغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې ایران د لوېدیځ له لوري د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدودوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په‎دې تړون کې د ده په وینا ځینې نیمګړتیاوې شته او د تړون اروپایي لورو ته‌یې د مې تر ۱۲مې نېټې وخت ورکړی چې دغه نیمګړتیا هواره کړي.

که داسې ونه‎شي ولسمشر ټرمپ له‎دغه تړونه د واشنګټن د وتلو خبرداری ورکړی دی.

د کرملېن ویاند وایي، د روسیې ولسمشر له خپل فرانسوي سیال امانوئل مکرون سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال موافقه وکړه چې دغه تړون باید پر ځای پاتې شي.