د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون واشنګټن ته ورسېد

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.

ټاکل شوې نوموړی په‎دې درې ورځني سفر کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ایران د اټمي تړون په اړه د اختلافاتو په ګډون پر ځینو مهمو مسایلو وغږېږي.

مکرون د یکشنبې په ورځ له امریکا فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا به ښه وي چې د ایران د لغوه کولو پر ځای د ایران تړون وژغورل شي، ځکه هغه بل بدیل یا «بي» پلان نه‎لري.

د فرانسې ولسمشر دغه‌راز هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې پر فولادو له ګمرکي تعرفو څخه اروپایي هېوادونه معاف کړي.

ټرمپ په‎دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ د کسر د کمولو په ترڅ کې د فولادو په ګډون پر یو شمېر وارادتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړې دي.

په پام کې ده چې دواړه مشران به د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړي.