محمداُف: ترکمنستان چمتو دی چې افغان سوله کې بې‎طرفانه رول ولري

بِردی مُحَّمداُف

د ترکمنستان ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي او خپله بې‎طرفانه رول ولري.

د ترکمنستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې قربان‌قلي بردي‌محمداُف د ازبکستان له یوه پلاوي سره د یوه تړون تر لاسلیک وروسته په عشق‎اباد کې د دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې حاضر دی د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتو زمینه برابرول پیل کړي.

د محمداُف په خبره، ترکمنستان د عمده مسایل په تېره بیا د افغانستان د وضعیت په برخه کې له ازبکستان سره هم‎نظره دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې ترکمنستان او ازبکستان، د افغانستان سوله او ثبات خپله ګډه ګټه بولي.

په عشق‎اباد کې د دواړو هېوادونو پلاوو د ټاپي پروژې په اړه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي، هم خبرې وکړې.