د کرنې او مالدارۍ وزارت د یو ډول شفتالو نندارتون پرانیست

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت نن دوشنبه د دغه وزارت په انګړ کې د یو ډول ژر رسو شفتالو نندارتون پرانیست.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د دغه نوي ډول شفتالو نه چې د کرنې وزارت پرې کار کړی، فوق‎العاده لوړ حاصلات ترلاسه کېږي.

دی وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یوازې په ننګرهار کې له زرو جریبو نه په ډېره ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي چې شااوخوا ۲۵۰۰ ټنه حاصل‌یې ورکړی او بڼ‎والو یې له درکه ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.