منظور پشتین بیا ټینګار وکړ چې د پښتنو محکومیت نه‎شي زغملی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د مې په ۱۲مه په کراچۍ کې خپله راتلونکې غونډه جوړوي.

د دې غورځنګ د مشرتابه یوه غړي محسن داوړ پرون یکشنبه د لاهور تر غونډې وروسته ازادي راډیو ته وویل چې په پښتنو باندې د ده په خبره د ظلمونو په غبرګون به ګڼ شمېر خلک کراچۍ کې غونډ شي او خپل یووالی به ښکاره کړي.

دی وايي:

"موږ ځو د خپل قوت مظاهره به کوو. خپل پښتانه وروڼه به هلته راغونډوو. دې ریاست ته به یو دا پیغام ورکوو چې دا پښتون ولس په موږ پسې ولاړ دی او دا کومه خبره چې زه کوم دا خالي زما خبره نه‎ده دا د ټول پښتون ولس خبره ده که هغه په وزیرستان کې اوسي، کوټه کې اوسي، لاهور یا کراچۍ کې اوسي."

که څه هم په پاکستان کې دننه رسنیو د لاهور غونډې ته پوښښ ورنه‌کړ، خو په خواله رسنیو یې ژوندۍ بهیر خپرېده او زرګونه کسان ورغلي وو.

د غورځنګ مشر منظور پشتین یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پښتنو محکومیت نه‎شي زغملی او په خبره‌یې چې باید دې خلکو ته واک ورکړل شي.

پاکستاني چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرونۍ غونډې او راتلونکو پلانو په اړه څه غبرګون نه‎دی ښودلی.