هاشمي: په پام کې ده د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې کال د حمل پر۱۶مه وشي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په چارو کې د بوختیا سربېره یې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته هم چمتووالی نیولی دی.

کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره احتمالي نېټه د راتلونکې کال د حمل د میاشتې شپاړسمه په پام کې نیول شوې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې د دغه کمېسیون د کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړې او ټاکل شوې چې د ولسمشر په ځانګړي حکم د انتخاباتي چارو شپږ تنه متخصیصین انتخاب او په دغه کمېټه کې وګمارل شي.

ښاغلي هاشمي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

سید حفیظ الله هاشمي

"له نېکه مرغه هماغه امر لاسلیک شو او کله چې موږ ته راورسېږي موږ به دغه بهیر اعلان کړو او شپږ تنه به د ازاد رقابت له لارې وګمارو، د دغه کمېټې چارې زه مخ ته وړم او په دې اړه به تخنیکي بحثونه وکړو څو وکړای شو چې د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه د ولسمشرۍ ټاکڼې ترسره کړو."

ښاغلی هاشمي دغه شان وايي، د انتخاباتي چارو شپږ تنه مختصیصین چې تمه ده وګمارل شي کمېسیون ته به سلا مشورې ورکوي.

د نوموړي په خبره که د جمهوري ریاست انتخابات د حمل د میاشتې پر شپاړسمه نېټه ترسره شي مهال وېش به یې روان لمریز کال کې اعلان شي.

د اساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر دنده د راتلونکې کال د جوزا د میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د اساسي قانون په ۶۱ ماده کې راغلي چې انتخابات باید د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره له ۳۰ او ۶۰ ورځو په منځ کې ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د چمتووالي خبره کوي چې دا مهال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتي چارو بوخت دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رییس محمد نعیم ایو زاده د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که حکومت سیاسي اراده ولري نو د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه وروسته د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کول سخت کار نه دی.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر خپل وخت د جمهوري ریاست له انتخاباتو ملاتړ کوي.

امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې اړه لري، د کمېسیون اماده ګیو ته په کتو نېټه معلومېږي، خو موږ په ټوله کې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او جمهوري ریاست له انتخاباتو ملاتړ کوو."

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ د دغه کمېسیون په یوه ناسته کې وویل چې کمېسیون د جمهوري ریاست انتخاباتو ته هم بشپړ تیاری لري.

د ښاغلي صیاد په خبره له تېرې یوې میاشتې راهیسې تخنیکي کارکونکو په دې برخه کې خپل کار پیل کړی دی.

راپور: محمد حدیث پردیس