ایران: که امریکا له اټمي موافقې ووځي، نو خپل اټمي فعالیتونه به لازیات کړي

ایران خبرداری ورکړی چې که متحدایالات له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي، نو خپل اټمي فعالیتونه به تر پخوا لازیات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، که متحدایالات له ایران سره له اټمي موافقې ووځي، نو امکان لري چې تهران د پخوا په پرتله په زیات سرعت سره د غني شويو یورانیمو تولید بیا پیل کړي.

جواد ظریف چې د سولې په اړه د ملګروملتونو په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، وویل چې که د امریکا متحدایالات دا موافقه فسخ کړي، نو ایران به هم ترې ووځي.

جواد ظریف

ظریف وویل، د ایران لپاره مهمه دا ده چې د دې موافقې امتیازونه ترلاسه کړي او که داسې ونشي، نو ایران به یې په یواړخیز ډول عملي نه کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې ایران به امریکا ته هېڅ راز امتیاز ورنه کړي.

ښاغلي ظریف وویل، واشنګټن باید وېره ونلري چې ایران به اټمي بم جوړ کړي، خو ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که دا موافقه چې له متحدایالاتو پرته نورو لویو قدرتونو هم لاسلیک کړې ده، فسخ شي، نو ایران به د یورانیمو د غني کولو فعالیت په خورا قوت سره بیا پیل کړي.

جواد ظریف په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل، متحدایالات که غواړي په نړۍ کې خپل اعتبار او نوم خوندي وساتي، نو د ډېرو او نویو غوښتنو پرځای باید، له ایران سره په اټمي موافقه کې پاتې شي او زیاته یې کړه چې د اروپايي هېوادونو مشران باید پر ولسمشر ټرمپ فشار راوړي، څو له دې موافقې ونه وځي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه پر متحدایالاتو سربېره، د نړۍ پنځو نورو پیاوړو قدرتونو بريتانیا، چین، فرانسې، روسیې او جرمني هم لاسلیک کړې ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ دا موافقه نیمګړې بللې او اروپايي مشرانو ته یې د مې د میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې مهلت ټاکلی چې که په دې موافقه کې اصلاحات رانه ولي، نو متحدایالات به ترې وباسي.

ډونالد ټرمپ

په پام کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ متحدایالاتو ته د سفر پرمهال له ولسمشر ټرمپ سره په کتنه کې د ایران د اټمي موافقې په اړه بحث وکړي.

همداراز د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل به د جمعې په ورځ په واشنګټن کې له ښاغلي ټرمپ سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړي.

اروپايي مشران هیله مند دي چې ولسمشر ټرمپ به په دې موافقه کې پاتې کېدو ته وهڅوي او په بدل کې به یې پر ایران فشار راوړي، څو د توغندیو د ازمویلو د مخنیوي نړیواله موافقه ومني او په یمن، سوریه او لبنان کې له سیمه ییزې سیالۍ لاس واخلي.