د امريکا او فرانسې ولسمشران د تهران پر اټمي تړون خبرې کوي

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د فرانسې له ولسمشر ايمانوئل مکرون سره د ایران د اټمي تړون مسئله وڅېړي.

دغه امريکايي چارواکي پرون جمعه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل، ټرمپ به د فرانسې له ولسمشر سره د ايران د اټمي پروګرام تر څنګ، پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د امريکا متحدو ايالتونو او د فرانسې ولسمشران ډونالد ټرمپ او ایمانوئل مکرون به د ايران د اټمي پروګرام تر څنګ، په خپله کتنه کې پر سوريه د دواړو هېوادونو پر پوځي بريد او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د امریکا او فرانسې ولسمشران

پر سوريه دغه پوځي بريد د سوريې پلازمېنې دمشق ته نېږدې د کيمياوي وسلو د يوې مشکوکې حملې په ځواب کې شوى دى.

په پام کې ده چې امانوئل مکرون له دوشنبې تر چهارشنبې په امریکا کې وي او د خپل سفر په وروستۍ ورځ به، د کانګرس ګډې غونډې ته وينا هم وکړي.

ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ایران له اټمي تړون څخه به چې په ٢٠١٥میلادي کال کې د امريکا، نورو قدرتونو او تهران ترمنځ لاسليک شوی، ووځي.

د دې تړون له مخې، پر ايران لګول شوي مالي بنديزونه کم شول چې په بدل کې یې دغه هېواد خپل اټمي پروګرام محدود کړ.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې تړون لپاره د مې مياشتې ۱۲مه نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې چې ايا دغه تړون اصلاح، که يې فسخه کړي.

پر دغه تاريخي تړون د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال مذاکرې شوې وې.

د بېوسلې کولو په چارو کې د امريکا سفير رابرد ووډ د پنج شنبې په ورځ ويلي وو، د امريکا متحدو ايالتونو د مې مياشتې د ١٢مې د ضرب الاجل په درشل کې، له بريتانيا، فرانسې او جرمني سره سخت بحثونه کړي دي.

د دغه مهلت له مخې به يا پر ايران لګول شوي بنديزونه دوام کوي، يا به هم ولسمشر ټرمپ له دغو بنديزونو د ډډې کولو سند لاسليک کړي.

ډونالد ټرمپ پر تهران تور لګولى چې د اټمي موافقې له موادو سرغړونه کوي.

ده له اروپايي قدرتونو غوښتنه کړې چې په دغه تړون کې هغه څه اصلاح کړي چې ده «سختې نيمګړتياوې» بللې دي.

ټرمپ د تهران پر اټمي او د ميزائيلو پر پروګرام د ځينو نويو محدوديتونو غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحدانو ولسمشر ټرمپ هڅولی چې دا تړون فسخه نه کړي.

د دوی په باور، دا تړون تر ټولو غوره لار ده چې ایران د اټمي وسلو له انکشاف څخه راوګرځوي.

تهران ويلي چې تر هغو به په دغه تړون کې پاتې وي چې د تړون نور اړخونه ورته احترام وکړي، خو د ايران په باور، که واشنګټن له تړون څخه وځي، تهران به يې هم څيرې کړي.