معتادين:حکومت باید په ارزګان کې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه ونیسي

په ارزګان ولایت کې یو شمېر معتادين وايي چې حکومت باید په دې ولایت کې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه ونیسي.

دوی وايي چې په دغه ولایت کې نشه يي مواد په ښکاره خرڅېږي، خو دولت لاس تر زنې ورته ناست دی.

معتادين وايي چې په ارزګان کې د معتادينو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي، دوی وایي چې دلته نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي او هر څوک يې پيدا کولای شي، خو حکومت د نشه يي موادو د خرڅوونکو يا ساقيانو مخه نه نيسي.

دوی وايي، که دولت غواړي چې د نشه يي موادو د استعمال مخه ونيسي، نو د نشیه موادو د راکړې ورکړې مخه دې ونيسي.

د دې ولايت دوو معتادينو ازادي راډيو ته وويل:

"محمد داود یم، له دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې ساقیان دې ونيسي، دوی سل کسه معتادين نيسي، خو د نشه يي موادو يو ساقي نه شي نيولای، که ساقيان ونيول شي، نو په سلو کې لس کسه به يې نشه يي مواد په غلا له بله ځايه راوړي، پاته ۹۰ کسه معتادين يې نه شي پيدا کولای."

"شاه ولي یم، که ساقيان ورک نه شي، موږ نشه نه شو پرېښودلای، د زرو افغانيو کار په پنځه سوه، دوه سوه او سل افغانۍ کوو او د نشه يي موادو رانيولو لپاره پيسې پيدا کوو، خو که ساقيان ورک شي، سل او که زر تنه نشه يان دي، ټول نشه خپله پرېږدي."

دغه معتادين له دولت څخه دا غوښتنه هم لري چې د درملنې مرکزونه دې ورته جوړ کړي او د کاروبار زمینه دې ورته برابره کړي، ځکه چې د اعتياد يو ستر عامل بېکاري ده.

دوی وایي:

"له دولت څخه غواړو چې زموږ د علاج لپاره دې روغتون جوړ کړي، کله چې زما په ډول د معتادو ځوانانو علاج وشي، هر يو يې کار کولای شي او خپل کور چلولای شي.”

په ورته وخت کې د دې ولایت د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې رياست مسؤلین هم دا مني چې په ارزګان کې نشه يي مواد په ښکاره ډول رانيول کېږي او خرڅېږي، خو دوی ژمنه کوي چې د دې کاروبار مخه به ونيسي.

په ارزګان ولایت کې د نشه يي موادو پرضد د مبارزې رئیس جمعه خان بشري ازادي راډيو ته وویل:

"دلته د مخدره موادو د غوښتنې کمولو په برخه کې کار نه دی شوی، معتادین په ازادانه ډول مخدره مواد ترلاسه کولای شي، زه به د مخدره موادو د خرڅلاو د مرکزونو په اړه یوه غونډه جوړه کړم او دا موضوع به د ارزګان له امنیتي مسؤلینو سره هم شریکه کړم."

ارزګان يو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری خلک يې په کښت او کرونده بوخت دي او د کوکنارو کښت هم پکې ډېر دی.

راپور: شریف الله شرافت

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور