خلک: کونړ کې د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله ۸۰۰ تنو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې

د کونړ اوسېدونکي وايي، په‎دې ولایت کې ټاکنو له‎پاره هېڅ ډول عامه پوهاوی نه‎دی شوی، نو ځکه د نوم لیکنې بهیر ځنډنی دی او په تېرو پنځو ورځو کې ۸۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.

دوی وايي، د تېرو کلونو په پرتله د راتلونکو ټاکنو له‎پاره عامه پوهاوی په نشت حساب دی او حتی په مرکز اسعداباد کې زیات کسان په‎دې نه‎دي خبر چې د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.

محمد خالد او حاجي محمد اسماعیل منیب‌یې په اړه وايي:

"دلته د انتخاباتو د پیل شوې پروسې له‎پاره هېڅ عامه پوهاوی نه‎دی شوی. خلکو تذکرې نه‎دې اخیستي، حتی چې تر اوسه زیاتو کسانو ته د نوم لیکنې مرکزونه هم نه‎دي معلوم."

"د نوم لیکنې پڅ بهیر، د عامه پوهاوي نشتوالی او د ښځو له‎پاره په نامناسبو ځایونو کې د نوم لیکنې د مرکزونو جوړول دي."

په کونړ ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د عامه پوهاوي مسؤل سعادت‌الله میرزا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د عامه پوهاوي له‎پاره دوه تنه مبلغین لري چې د یوې ملي پروسې د عامه پوهاوي لپاره کافي نه‎دي.

ښاغلي میرزا زیاته کړه:

"موږ دوه مبلغین لرو یو نارینه او بله زنانه ده. سړي ته مو په موټر کې لوډ سپیکر لګولی چې په بازار کې ګرځي، ریاستونو ته ځي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي او ښځینه هغه مو په کورونو او د نجونو په لېسو ګرځي هلته نجونو او ښځو ته د ټاکنو ارزښت بیانوي، په دوه کسو د یوې ملې پروسې په اړه د عامه پوهاوي ورکول ستونزمن کار دی."

هغه وايي، همدا وجه ده چې په تېرو څو ورځو کې يې ایله ۸۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې، ۲۰۰ په‎کې ښځې دي او ۶۰۰ سړي دي.

سعادت‎الله میرزا له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له نورو غړو وغوښتل چې ټاکنو کې د ګډون له‎پاره نوم لیکنې او د تذکرو اخیستلو ته خلک وهڅوي، څو یاده ملي پروسه کې په شرایطو برابر کسان برخه واخلي.

په کونړ کې د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی تل د ملي پروسو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او اوس هم دیني عالمان د تذکرو اخیستلو او د ټاکنو له‎پاره د نوم لیکنې په برخه کې ویناوې کوي.

په کونړ کې خلک او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین په‎داسې حال کې د نوم لیکنې د پڅ بهیر او د عامه پوهاوي له نشتوالي شکایت کوي چې تر اوسه په ټول هېواد کې لږ کسانو نوم لیکنه کړې، که دیني عالمان، قومي مشران، مدني فعالان او نور خلک په عامه پوهاوي کې برخه وانه‎خلي، نو کېدای شي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې کم کسان برخه واخلي.

راپور: روح‌الله انوري