بلخي: غواړو متخصص افغان کډوال د کار لپاره هېواد ته راوبولو

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، هڅه کوي هغه افغان کډوال چې تخصص لري او له هېواده بهر ژوند کوي، بېرته هېواد ته ستانه کړي.

سيد حسين عالمي بلخي نن چهارشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل چې حکومت غواړي متخصص افغان کډوال د کار لپاره هېواد ته راوبولي.

هغه د حکومت دا اقدام غوره ګڼي او وايي لومړيتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې لوړې علمي درجې لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، له لوړو زده‌کړو برخه‌مند ځوانان چې له هېواده بهر ژوند کوي، د ناامنيو او بې‌کاريو له کبله خپل هېواد ته نه‌ستنېږي.

د حکومت له‌خوا هڅول کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

راپورونه وايي، په وروستيو کلونو کې په زرګونه ځوانان چې لوړې زده‌کړې لري، د ناامنيو او بې‌کارۍ له زياتېدو سره له هېواده وتلي دي.