"نجلۍ چې پېغله شي، ښوونځي ته دې نه‌ځي"

د هرات ولايت اوسېدونکې فردينا تر درې کاله مخکې پورې ښوونځي ته د تګ اجازه درلوده.

خو دا ۱۸ کلنه نجلۍ اوس ځکه ښوونځي ته نه‌شي تلى چې پلار د تعليم له حق څخه بې‌برخې کړې ده.

د ۱۸ کلنې فردينا لپاره ښوونځي ته تګ د غوا تر لوشلو مهم کار برېښي.

دا هره ورځ په کور کې دې ته ورته کورني کارونه کوي.

خو پلار اجازه نه‌ورکوي چې د ښوونځي په نيت له سراى څخه دباندې ووځي.

هغه درې کاله مخکې په اتم ټولګي کې وه چې له ښوونځي منعه شوه، اوس د ناهيلۍ او ځور ګډ احساس لري.

دا وايي:

"ځيني پلرونه وينم چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکوي څو ښوونځيو ته لاړې شي، خو زما پلار ما ته دا اجازه نه‌راکوي، دا احساس کوم چې دا نور پلرونه ښه دي چې خپلې لوڼې پرېږدي، احساس مې دا دى چې پلار زما په حق کې ظلم کړى نه مې پرېږدي چې ښوونځي ته لاړه شم چې زما په ګټه کار دى."

فردينا د خپلې اووه کسيزې کورنۍ تر ټولو مشر اولاد دى، يوه دوديزه او نېستمنه کورنۍ چې د هرات د انجيل ولسوالۍ په نوين عليا کلي کې ژوند کوي.

فردينا هيله درلوده، د دې پر ځاى چې د کور په يوه څنډه کې ناسته وي او ورځني کارونه وکړي، ښوونکې شي.

د فردينا مور پريما، د هغې د تعليم په برخه کې له خپل خاوند سره هم‌نظره نه‌ده.

مېرمن پریما وايي:

"دغه‌يې ويل چې دا نجلۍ لويه شوې ده، لارې هم ليرې او ناامنه وې، پلار يې وويل چې نوره دې مکتب ته نه‌ځي، هر څه مې وويل خير دى، لاړه دې شي، خو ويې‌ويل، نه هسې نه سبا کومه خبره وشي."

په زده‌کړو پسې تږې دغه نجلۍ چې کله د کور کارونه خلاص کړي، د کتاب او قلم په باب سوچ کوي.

تر اوسه نه‌ده توانېدلې خپل پلار د خپل تصميم بدلون ته وهڅوي، پلار يې وکيل احمد نومېږي.

وکیل احمد وايي:

"نه مې خوښېږي چې لور مې ښوونځي ته لاړه شي، اوس لويه شوې ده."

د وکيل احمد د مخالفت يو دليل اقتصادي ستونزې دي.

دى خپله ورځني کارونه کوي، هغو پيسو ته چې لور يې د شيدو د خرڅلاو له درکه لاس ته راوړي، اړتيا لري.

د هرات د پوهنې رياست تر اوسه نه‌دى توانېدلى د وکيل احمد غوندې پلرونه وهڅوي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي.

د هرات د پوهنې رئيس عبدالرزاق احمدي وايي:

"ځينې ستونزې شته لکه بې‌وزلي، کله چې نجونې غټې شي په ښوونځيو کې ښځينه ښوونکې نه‌وي، دا د کورنيو د اندېښنې سبب کېږي، لارې ليرې دي، ناامني ده او مزاحمتونه دي، د ولسواليو ټول مسؤلین او د ښوونځيو شوراګانې مؤظف شوي چې ښوونځيو ته څېرمه د پرتو ټولو کورونو دروازې وټکوي او حال‌يې واخلي."

احمدي زياتوي، په ټول هرات کې د ښځينه زده‌کوونکو شمېر ۴۰۰ زرو ته رسېږي.

د ده په خبره په هرات کې هر کال ۱۵ زره نجونې له زده‌کړو محرومې کېږي.

ښايي له زده‌کړو محرومې شوې زياتې نجونې به د فردينا غوندې افسوس کوي.

فردینا زیاتوي:

"غوښتل مې خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړم او ښوونکې شم، خو اوس درې کاله کېږي ښوونځي ته نه‌يم تللې، که تللى اوس به د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې وم، اوس چې ګورم ټولګيوال مې يوولسم ته رسېدلي، که زه ښوونځي ته ځم په اووم ټولګي کې به مې کېنوي، د ډېرې ناراحتۍ احساس کوم."