اجرائیه ریاست: شفاف انتخابات افغانستان کې د ثبات ضمانت کولای شي

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، د شفافو او باوري انتخاباتو ترسره کول په افغانستان کې د ثبات او امنیت ضمانت کولای شي.

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون دوشنبه په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازي، پېري میاودودن سره وکتل او ویې‌ویل، حکومت د داسې ټاکنو ترسره کولو ته متعهد دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي ژمنه کړې چې په افغانستان کې د راروانو ټاکنو له شفافیت سره به همکاري کوي او باور یې څرګند کړی چې افغانان به په راروانو ټاکنو کې ښه ونډه واخلي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د میزان په ۲۸مه کېږي.