دفاع وزارت: د ډیورنډ پر فرضي کرښې د پاکستان هره سرغړونه ځوابوو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، سرحدي ځواکونو ته‌یې امر کړی چې د ډيورند کرښې له هاخوا د افغان خاورې پر ضد هر ډول کېدونکې سرغړونې ځواب کړي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني پوځیانو له‎خوا د یکشنبې په ورځ د خوست د ځاځي میدان او د پکتیا د ځاځیو ولسوالۍ په ځینو سرحدي سیمو ډزې شوي چې افغان پوځیانو یې دفاع کړې ده.

جنرال رادمنش وویل، له دې چې پاکستاني پوځیانو په‎دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شته تړونونو سرغړونه کړې، افغان پوځیان په سرحدي سیمو کې د خپلې خاورې دفاع ته چمتو ولاړ دي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش

​نوموړی وايي:

"سرحدي ځواکونو ته دفاع وزارت او ستر درستیز هدایت ورکړی چې د ډیورند فرضي کرښې له هاخوا هر ډول تحرکات چې زموږ د خاورې پر ضد کېږي په هره سیمه کې چې وي په مېړانه ترې دفاع وکړي."

د خوست امنیتي چارواکو ویلي چې د ځاځي میدان په جنډې غر، ځونډي غر او نازو غر سیمو کې لومړی پاکستاني پوځیانو د مخته راتګ هڅه او برید وکړ چې یو سیمه‎ییز پولیس او یو د سیمې اوسېدونکی یې ووژل، خو په دفاع کې شپږ پاکستاني ملېشې هم وژل شوي.

خو د پاکستان د پوځ د اړیکو دفتر یا «ای. اېس. پي. ار» ویلي سرحدي ځواکونه‌یې په کُرمې اېجنسۍ کې په ګزمه بوخت وو او د اغزن سیمې د غځولو لپاره‌یې چمتووالی نیوه چې افغان پوځیانو پرې ډزې وکړې.

«ای. اېس. پي. ار» ویلي چې دوه سرحدي پوځیان‌یې وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان دي.

خو د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان بیا ازادي راډیو ته وویل، دا پاکستانۍ ملېشه وې چې د مخته راتګ هڅه او برید یې وکړ او افغان لوري یې ځواب ووایه.

د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان

نوموړي زیاته کړه:

"بدبختانه به ووایم چې پاکستانۍ ملېشه وې، د ځاځي میدان د جنډو غره او د نازو غره سرونو ته راپورته شوې وې چې په مقابل کې قومي خلکو ممانعت وکړ، همدارنګه زموږ امنیتي پوستې چې دي، هغوی هم ممانعت وکړ، په پیل کې د پاکستاني ملېشې له لوري د ثقیله او خفیفه وسلو په واسطه ډزې پیل شوې او په مقابل کې يې زموږ پرسونل هم جوابیه ځواب ورکړی."

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ولسي تړونونو په مټ له کلونو ښه امنیت نیول شوی او دا وار هم د دې سیمې ځوانانو د افغان پوځیانو د ملاتړ په‎پار د وسلې د پورته کولو هوډ ښکاره کړی دی.

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ په داسې حال کې پاکستاني پوځیانو برید کړی چې دوه اوونۍ مخکې کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په راتګ سره ژمنه وشوه چې دواړه لوري به د یو بل پر سیمو له بریدونو ډډه وکړي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی