د خوست په ځاځي میدان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند شوی

د خوست ولایت چارواکي وايي چې په ډنډ پټان کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په اوربند باندې تر توافق وروسته د ځاځي میدان په سرحدي سیمو جګړه درېدلې ده.

د خوست والي حکم خان حبیبي نن د دوشنبې ورځې سهار مهال ازادي راډیو ته وویل چې جګړه تېر مازیګر پای ته رسېدلې او په دې جګړه کې دوه تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

ده زیاته کړه په دې جګړه کې د پاکستان لوري ته هم ډېر مالي او ځاني زیان رسېدلی او د دوی د درېیو وژل شویو سرتېرو جسدونه د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي او یو کس‌يې هم ژوندی نیول شوی دی.

د خوست والي وړاندې وویل چې د نیول شوي پاکستاني سرتېري د اعتراف او نورو معلوماتو پر بنسټ پاکستاني پوځیانو غوښتل چې د ځاځي میدان د جنډو سره پوسته ونیسي چې د افغان ځواکونو او ولسي خلکو د غبرګون سره مخامخ شول.

د خوست والي حکم خان حبیبي

ده همدارنګه وویل، پاکستاني پوځيان خپلو کرښو ته بېرته ستانه شوي دي.

د خوست د والي په وینا چې د جنډې غر سره یوه ډېره حاکمه او ستراتېژیکه نقطه ده چې ټول ځاځي میدان ورڅخه لاندې دی، ولې د افغان ځواکونو او ولسونو له‌خوا د دغه عمل مخنیوی کېده چې باالمقابل د پاکستان له لوري ورباندې جنګ پیل شو او افغان لوري هم هغوی ته باالمثل ځواب ورکړی دی.

د ده په وینا چې جګړې تر پرون مازیګره دوام لاره او په دې جګړه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې کېدلې.

ښاغلي حبیبي وویل چې د معلوماتو سره سم د خوست د ملکي او پوځي رهبرۍ په ګډون تازه دمه ځواکونه د جګړې سیمې ته ورسېدل او په خپله دی هم د ورځې په ۱۲ بجو سیمې ته ورسېد.

د رهبرۍ په راتګ سره د ولس مورال لوړ شو او ټولو سرحدي سیمو ته اکمالات او تجهیزات ورسول شول.

د ده په وینا چې تر درېیو بجو وروسته جګړه مهار شوه او وضع په ټوله معنی تر کنټرول لاندې راغله.

وروسته د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو دولتونو د پوځي رهبرۍ ترمنځ ناسته وشوه، همدارنګه په ځاځي میدان کې هم د ځايي قومي مشرانو او د پولې د پورې غاړې ملېخېلو ترمنځ ولسي او غیر رسمي ناسته وشوه چې په دې سره یو ټوله‌ییز اوربند وشو.

د خوست والي په وینا چې دوی په محدودو سیمو کې رامخته شوي وو، خو بېرته خپلو کرښو ته ستانه شول.

د خوست والي وايي چې اوس د جګړې په باب کومه اندېښنه نه‌شته، خو هغوی د خپلو وژل شویو سرتېرو د جسدونو غوښتنه کوي چې هغه به د نړیوالو سرحدي قوانینو په رڼا کې بیا له دوی سره تعامل کېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل