چارواکي او خلک: کندهار کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه کم دي

په کندهار کې چارواکي او خلک د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د کموالي په اړه شکایت کوي.

پرون شنبې په کندهار کې د ګڼو نورو ولایتونو په څېر د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د خلکو نوم لیکنه پیل شوه، خو د کندهار والي جنرال زلمي ویسا وویل چې د نوم لیکنې مرکزونه کم دي.

د کندهار د انتخاباتو کمېسیون وايي، د دغه ولایت لپاره د نوم لیکنې ۲۲۵ مرکزونه پرانېستل شوي، هغه رقم چې د کندهار په والي سربېره د ولایتي شورا مسؤلین یې هم کم بولي.

دوی وايي چې د نوم لیکنې دا مرکزونه یو میلیون کسانو ته دي؛ په داسې حال کې چې د کندهار نفوس درېیو میلیونو ته رسېږي.