افغان فوټبال ټیم په نړیوالې درجه بندۍ کې له۶هېوادونو مخکې شوی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون يا فیفا په نوې درجه بندۍ کې، له ۶ هېوادونو مخکې شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډلې د ۱۹۰ امتیازونو په ترلاسه کولو توانېدلې چې له ۱۴۸م مقام نه ۱۴۲م مقام ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې دوې اوونۍ وړاندې هم افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې له پنځو هېوادونو مخکې شوی وه او له ۱۵۳ مقام نه ۱۴۸ مقام ته پورته شوی و.

افغان فوټبال ملي ټیم د اسیا په کچه بیا ۲۹ مقام لري.

د فوټبال د نړۍ د ۲۰۶ هېوادونو په ډله کې، جرمني د ۱۵۳۳ امتیازونو په درلوده سره لومړی، برازیل د ۱۳۸۴ امتیازونو په خپلولو سره دوهم او بیلجم بیا د ۱۳۴۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د فیفا په نوې درجه کې درېیم ځای خپل کړی دی.