صیاد: د انتخاباتو مواد له مرکز کابله ولایتونو ته واستول شول

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مواد پرون چهارشنبه له مرکزه ولایتونو ته واستول شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل:

"الحمدلله موږ وتوانېدو چې ټولو ۳۴ ولایتونو ته حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد ورسوو او د شنبې په ورځ به د دې انتخاباتو لپاره د نوم ثبتول پيل شي."

د نوم لیکلو بهیر به نږدې دوه میاشتې دوام وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.