صیاد: تر تهدید لاندې د درې زره انتخاباتي حوزو شمېره ردوم

ټاکل شوې ده چې سبا نه بل سبا د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکلو بهیر پیل شي.

د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پرون چهارشنبه له مرکز کابل څخه ولایتونو ته حساس او غیر حساس مواد انتقال شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې چې دا انتخابات به د تلې په ۲۸مه ترسره شي، خو یو شمېر بنسټونه اندېښنه لري او ادعا کوي چې شااوخوا درې زره انتخاباتي حوزې د لوړې کچې یا متوسطې کچې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال احمد شیبر د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نظر اخیستی دی، نوموړي د مرکې په پیل کې تر تهدید لاندې د درې زره انتخاباتي حوزو شمېره رد کړه.

نوموړي سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي صیاد سره مرکه