مشرانو جرګه: ځیني پولیس او چارواکي د مخدره موادو په پلور او قاچاق کې لاس لري

د افغانستان مشرانو جرګې له مخدره موادو سره په مبارزه کې افغان چارواکي په پاتې راتلو تورن کړل او په وینا یې چې ځيني پولیس او د حکومت لوړپوړي چارواکي د مخدره موادو په خرڅلاو او قاچاق کې لاس لري.

د دغې جرګې د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د کابل د امنیه قوماندان او له مخدره موادو سره د مبارزې د وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو په استماعیه غونډه کې وویل چې دا مهال مخدره مواد د کابل ښار له حوزو څخه د هوايي ډګر له لارې بهر ته قاچاق کېږي.

محمد هاشم الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"محترم! د کابل امنیه قوماندان مخدره مواد له کومه ځایه راوړل کېږي، ستاسې په حضور کې د حوزو له لوري هوايي ډګر ته مخدره مواد لېږدول کېږي او بهر ته قاچاق کېږي ستا وظیفه څه ده؟ تاسې ټول پاتې راغلي یاست."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت پخوانيو چارواکو ویلي چې د حکومت ځیني جګ‌پوړي چارواکي د نشه‌یي موادو کاروبار کې لاس لري.

خو د کابل امنیه قوماندان محمد داوود امين چې د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې غونډې ته غوښتل شوی و، دا یې ومنله چې یو شمېر پولیس د مخدره موادو په خرڅلاو کې لاس لري.

د کابل امنیه قوماندان جنرال داوود امین

نوموړي زیاته کړه:

"سناتورانو په خپلو څرګندونو کې وویل چې یو شمېر پولیس د مخدره موادو په خرڅلاو کې لاس لري دا زه نه‌ردوم، داسې کسان شته، خو زموږ جدي مبارزه روانه ده ترڅو دا کسان د پولیسو له لیکو لیرې کړو."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د يو شمېر راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې په نشه‌یي موادو د روږدو کسانو شمېر له درېیو میلیونو اوړي.

بې‌کاري، بیولوژیکي او ټولنیز موضوعات، خپله لېوالتیا، ارثي خواص او حاکم چاپېریال په دغه هېواد کې په مخدره موادو د اخته کسانو د شمېر د لوړېدو عمده لاملونه یادېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په ټول هېواد کې ۱۷ مرکزونه موجود دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي چې د پولیسو په لیکو کې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو نومونه دې افشا او اړوند کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي کنه نو دغه ناوړه پدیده به نوره هم پراخه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ