عبدالله د ترکیې له صدراعظم سره د دوستم د راتګ په اړه خبرې کړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ترکیې صدراعظم د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راتګ په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله نن په کابل کې د ترکیې له صدراعظم سره په خبرې ناسته کې وویل چې د بن علي ییلدریم سره یې د دوستم په اړه خبرې کړي خو د د زیاتو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د عبدالله په خبره په افغانستان کې باید د ټولو اوسېدونکو لپاره د ګډ ژوند زمینه برابره شي او تمه ده چې د ترکیې صدراعظم له افغان ولسمشر سره هم په دې اړه وګوري.

خو د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیا په دې اړه چې ایا د ترکیې صدراعظم او ولسمشر غني د جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ پر مسئلې خبرې کړي او که نه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له څه ویلو ډډه وکړه.

عبدالرشیدو دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په جنسي ځورونې تورن دی.

نوموړی شااوخوا کال وړاندې د روغتیايي معایناتو لپاره ترکیې ته لاړ خو تراوسه بېرته نه دی راستون شوی.