سناتوران: افغان حکومت دې د پاکستان د بمباریو په اړه امنیت شورا ته شکایت وکړي

د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني جېټ الوتکو بمبارۍ د مشرانو جرګې تُند غبرګون راپارولی دی.

د دغې جرګې غړیو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې پاکستان تردې وړاندې د توغندیو بریدونه هم کړي دي او باید افغان حکومت په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي.

سناتورانو د دغه بریدنو د غندلو ترڅنګ وویل چې پر دغه هېواد دې نړیوال فشارونه زیات شي.

سناتور لطف الله بابا او سناتوره انارکلي هنر یار په همدې اړه وویل:

"پر کونړ،ننګرهار،پکتیا او پکتیکا یې تردې مخکې راکټي بریدونه کړي دي، په خواشینۍ سره چې اوس د دوی هوايي ځواک راځي او په ډېرې سپین سترګۍ د افغانستان پر خاوره بمبار کوي، د پاکستان سره خبرې یوازې یوه ډرامه ده."

انارکلي هنریار

"پاکستاني جېټ الوتکو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ بمبار کړی، ټولو ته معلومه ده چې ترورېزم کوم ځای کې دی او د چا لخوا یې ملاتړ کېږي، افغانستان یوازې قرباني دی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د پاکستان جېټ الوتکو د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ بمبار کړی چې د سیمې د خلکو په وینا له امله یې ډېری کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان او پاکستاني مشرانو تر منځ د دولتونو په کچه د خبرو لومړی پړاو دوې ورځې مخکې په کابل کې تر سره شو.

کابل تل اسلام اباد د وسله والو ډلو په روزلو، هغوی ته د پناه ځایونو په ورکولو، په سرحدي سرغړونو او د افغانستان په بې ثباتۍ تورن کړی دی.

خو پاکستاني چارواکو دا څرګندونې رد کړي دي.

په ورته وخت کې په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان محمد ایوب حسین وايي، د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان جیټ الوتکو له بمبار نه د تلفاتو راپور نه دی خپور شوی، خو وايي، په دې اړه څېړنې روانې دي:

"د تلفاتو راپور موږ ته نه دی راغلی، کومه سیمه کې چې بمبار شوې الوتکې بېرته ژر له ساحې اوښتي دي او سرحدي ځواکونه په خپلو ځایونو کې دي او ساحه یې تر کنټرول لاندې ده."

خو د مشرانو جرګې غړي په ټینګار سره وايي چې افغان حکومت باید د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جریان کې پرېږدي.

راپور ناجیه ساپۍ