تېر کال په کونړ کې ښځو تر نارینه وو د تابعیت تذکرې ډېرې اخیستې

د کونړ یو سیمه ییز چارواکی وایي، تېر لمریز کال په دغه ولایت کې د هغو ښځو شمېر چې د تابعیت تذکره یې اخيستې ده، تر نارینه وو ډېر و .

د کونړ د نفوس د احوال ثبتولو او احصایې دفتر عمومي مشر فضل خالق ازادي راډیو ته وویل:

"تېر کال په ټولیز ډول ۵۱ زره کسانو په دغه ولایت کې د تابعیت تذکرې اخيستې دي چې نېږدې ۲۷ زره یې ښځې او څه باندې ۲۴ زره نور یې نارینه دي."

ښاغلي خالق زیاته کړه چې د تابعیت د عادي تذکرو د اخيستلو لپاره عامه پوهاوی ډېر ګټور تمام شوی دی.

تېر کال په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بحثونه ډېر تاوده شو، خو لا تر اوسه د دغو تذکرو وېش نه دی پیل شوی.