ارزګان ولایت کې هم خلکو د سولې غوښتلو لپاره د پرلت خېمه ووهله

ارزګان ولایت کې خلکو د هلمند ولایت په څېر د سولې غوښتلو لپاره د پرلت خېمه ووهله.

یادو خلکو دغه خېمه د پنجشنبې په ورځ ناوخته د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړونده د شهیدانو په سیمه کې ووهله او پر دولت او وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې خپلو کې سره کیني او سوله وکړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

د دغه کسانو شمېر چې لسګونه تنو ته رسېده وايي، تر هغو به خېمه ټوله نه کړي، څو چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.

دوی وايي چې د هلمند د خلکو ملاتړ کوي او په خبره یې چې له روانې جګړې ستړي
شوي او نور يې د زغمولو توان نته لري.

ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې له تېرو دوه کلونو راهیسې په کې د افغان پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې د مسؤلینو په خبره د روانې جګړې ډېری قربانیان ملکي خلک دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په زیات شمېر
ولایتونو کې خلکو له دولت او وسله والو طالبانو څخه د سولې د غوښتلو په موخه د
پرلت خیمې وهلي دي چې لړۍ یې تر ارزګان ولایته هم راورسېده.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور