امريکا پر ځينو روسانو او روسي شرکتونو تازه بنديزونه ولګول

د امريکا متحدو ايالتونو په روسيه کې پر څو کمپنيو اوګڼو کسانو مالي او نور بنديزونه ولګول.

د روسيې پر ١٧ مهمو چارواکو، ٧ نفوذ لرونکو کسانو او ځينو روسي شرکتونو دغه بنديزونه پرون جمعه اعلان شول.

ويل کېږي دغه کسان د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره نېږدې اړيکې لري چې د امريکا د خزانې وزارت ورباندې دغه مالي او نور بنديزونه لګوي.

په هغو کسانو کې چې بنديزونه ورباندې لګول شوي، د روسيې تر ټولو شتمن او د تجارت په برخه کې مهم اشخاص شامل دي، لکه د اوسپنې تجار اوليګ ديريپاسکا، د طبيعي ګازو د دولتي-انحصاري شرکت ګازپروم اجرائيه مدير الکسي ميلر او د المونيمو پانګوال ويکتور ويکسيل-بِرګ.

په لېست کې د کيريل شمالوف نوم هم شامل دى چې د امريکا د خزانې وزارت وايي د پوتين له کشرې لور سره يې په ٢٠١٣مېلادي کال کې واده کړى دى.

د امريکا د خزانې وزير سټيف نوچِن (Steve Mnuchin) په يوه اعلاميه کې ويلي:

د امریکا د خزانې وزیر سټيف نوچِن

"د روسيې حکومت د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ناوړه کړنو بوخت دى، لکه د کريميا اشغال او د اوکراين په ختيځ کې تاوتريخوالي ته لمن وهل، په موادو او وسلو د اسد د رژيم اکمالول چې دغه رژيم پر خپلو ملکيانو بمباري کوي، غربي ډيموکراسيو ته ضربه ورکول او د ورانکارانه انټرنټي غلاوو فعاليتونه."

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه بنديزونه وغندل او غيرقانوني يې وبلل، د نامشخصو ځوابي اقداماتو ژمنه يې کړې ده.

بلخوا انټرفاکس اژانس په امريکا کې د روسيې د سفارت په حواله راپور ورکړى چې دا بنديزونه يې «اشتباه» بللې ده.

د روسيې د امنيت شورا مشر نيکولاى پاټروشيف چې د بنديزونو په لېست کې د ده نوم هم شامل دى، پرون رسنيو ته وويل، دا ډول بنديزونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ تماسونه ختم نه کړي:

"زه څو وارې د امريکا متحدو ايالتونو ته تللى يم، دې ته په پام سره چې دوى ځينې بنديزونه لګولي، معنى يې دا نه ده چې موږ به له دوى سره تعامل نه لرو، نور هېوادونه هم شته چې موږ ورسره تعامل کولاى شو او دغه ستونزې يې په مرسته حلولاى شو."

په دولتي کسانو کې چې دغه بنديزونه ورباندې لګول شوي، د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوتين پخوانى باډيګارډ يا ساتونکى ويکتور زولوتوف، د پوتين د امنيت شورا مشر نيکولاى پاټروشيف او د روسيې داخله وزير ولاديمير کولو-کولڅيف شامل دي.

دغه بنديزونه پر ځينو کمپنيو هم لګول شوي چې په هغو کې د روسيې د وسلو صادردوونکى دولتي شرکت روسو-بوروني-ايکسپورټ هم شامل دى.

په همدې حال کې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سانديرز ( SARAH SANDERS) پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل، امريکا تل له روسيې سره ښې اړيکې غوښتي، خو دا د روسيې په اقداماتو پورې اړه لري:

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا ساندیرز

"لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ويلي، له روسيې سره ښې اړيکې غواړي خو دا د روسانو په ځينو اقداماتو پورې تړلې موضوع ده، په عين حال کې هغسې چې ګورو ولسمشر هڅه کړې چې خپل جديت ته ادامه ورکړي."

هغه کسان چې دغه بنديزونه ورباندې لګول شوي، په امريکا کې يې شتمني کنګل کېږي او امريکايي اتباع ورسره له معاملې منع کېږي.

دا تازه بنديزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د روسيې او لوېديځ ترمنځ اړيکې ډېرې ترينګلې شوي دي.

دغه اړيکې وروسته له هغې لا پسې خرابې شوې، چې تېره مياشت په بريتانيا کې د روسيې پخوانى جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور مسموم کړاى شول.

بريتانيا او امريکا وايي، د دوى په مسمومولو کې مسکو لاس لري، خو روسي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.